د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له افغانستان سره د ۳۱ ملیونه ډالرو پروژو کې مرسته کوي


په کابل کې د هند سفیر د افغانستان لپاره د ۳۱ ملیونه ډالرو په ارزښت د ۱۰۸ پرمختیایي پروژو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

دغه هوکړه‌لیکونه د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حضور کې په کابل کې د هند سفارت او یو شمېر پلي کوونکو ادارو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه پروژې د هند له‌خوا تمویلېږي او د پوهنې، کرنې، کلیوالي پراختیا، لوړو زده‌کړو، د سپورټ لوبغالي، برښنا او په وینا يې چې د ۳۱ ولایتونو په لیرې پرتو سیمو کې پلي کېږي.

نوموړي وویل، دا پروژې به د داوطلبۍ او تدارکاتي پړاوونو له بشپړېدو سره په ولایتونو کې پیل شي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت په وینا، هندوستان تر دې وړاندې هم په لیرې پرتو سیمو کې پرمختیایي پروژې تمویل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG