د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پخوانی صوبايي وزير مير اظهار حسېن کوسه د درغلۍ په تور ګرفتار


د پاکستان قامي احتساب ادارې نن د بلوچستان اسمبلۍ غړی او د خوراک پخوانی صوبايي وزير مير اظهار حسېن کوسه د کروړونو روپۍ د درغلۍ په تور نيولی دی.

پر نوموړي تور دی چې د درغلۍ له لارې يې قامي خزانې ته د ۲۸ کروړه روپيو زيان اړولی دی. اظهار حسېن کوسه دا وخت په کوټه کې د قامي احتساب ادارې زندان ته وړل شوی دی او سبا به عدالت ته وړاندې کېږي.

له دې وړاندې هم د احتساب قامي ادارې په بلوچستان کې د صوبايي اسمبلۍ ځينې غړي او نور چارواکي د درغلۍ په تور نيولي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG