د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې دوه جنرالان او اووه نور جګپوړي افسران ګوښه کړل شول


کابل: ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د افغان سرتېرو یوې پوستې ته ورغلی. ۵ فبرورۍ ۲۰۱۸
کابل: ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د افغان سرتېرو یوې پوستې ته ورغلی. ۵ فبرورۍ ۲۰۱۸

افغان ولسمشر دوه جنرالان او اووه لوړپوړي پوځي چارواکي له دندو لیرې کړي دي. نن سېشنبه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له دفتره خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې دغو چارواکیو په کابل کې د جنوري پر ۲۹مه نېټه پر ۱۱۱ فرقې د حملې پر مهال‌ وظیفوي غفلت کړی وو.

اعلاميه همدارنګه وايي چې ليرې شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د کابل پر ۱۱۱ فرقې د وسله وال بريد مسوليت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخېستی وو. د چارواکیو په وینا په دې بريد کې ۱۱ افغان پوځيان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG