د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاریس یریدونو مشکوک تورن پوښتنې نه ځوابوي


په پاریس کې د ۲۰۱۵ م کال په نومبر کې د ترسره شویو ترهګرو بریدونو مرکزي تورن صلاح عبدالسلام، د فبرورۍ په شپږمه په بیلجیم کې د خپلې مقدمې پر لومړۍ ورځ هرډول پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه. کله چې قاضي له هغه وپوښتل، ایا پوښتنې ترې کېدای شي، عبدالسلام په ځواب کې وویل، نه. هغه به هېڅ ډول ځواب ونه وايي. نوموړي زیاته کړه، د هغه غلی پاتېدل، نه هغه ملامتولی شي او نه یې هم ګرمولی شي.

په پاریس کې د ترسره شوي برید پر مهال ۱۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. له هغې پېښې وروسته صلاح له پولیسو سره تر څلورو میاشتو پورې د پېښې د عاملینو په نیولو کې مرسته کړې وه.

اسلامي دولت سختدریځې وسله والې ډلې د هغه برید او ترڅنګ یې په برسلز کې د ۲۰۱۶ م کال په مارچ کې د ترسره شوي یو بل برید چې پکې ۳۲ کسان وژل شوي وو، مسولیت قبول کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG