د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه سياستوال د اسلام اباد مظاهره چېانو ملاتړ ته ورغلل


مظاهره چيان
مظاهره چيان

د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه اسلام اباد ته ورغلو پښتنو ته د فرورۍ په پنځمه د عوامي نېشنل ګوند، جماعت علمای اسلام او قومي وطن پارټۍ مشرانو خبرې وکړي. دوی څرګنده کړه چې دهرنه کوونکو سره په دې احتجاج کې شريک دي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر، اسفنديار ولي خان وويل چې حکومت بايد د نقيب الله مسود پر وژنې تورن پخوانی پوليس چارواکی، راو انور ونيسي او له هغه دې دا تحقيقات وکړي چې نور يې په جعلي پوليس مقابلو کې څومره پښتانه وژلي دي.

د مظاهره چېانو غوښتنې:

  • د نقيب مسود وژونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي.
  • غېب کړل شوي پښتانه ځوانان دې وموندل شي.
  • قبايلي سيمې دې له ماينونو پاکې کړل شي
اسفنديار ولي خان
اسفنديار ولي خان

اسفنديار ولي خان زياته کړه: ((مطالبه مو دا ده چې راو انور دې زر تر زره ونېول شي. يو عدالتي کمېشن دې جوړ شي او له هغه دې پلټنې وکړي. زما ده سره هم کار دی او هغه هم بايد راته وښيي چې چا ورته د دې وژنې ويلي دي. له دې غوښتنو څخه نه په شا کېږو. د باچا خان او ولي خان پر سر مې درسره وعده ده چې موږ به تاسي سره يو. تر هغې به درسره يو تر کومې مو چې مسلې حل شوي نه وي.))

د جنورۍ په دېارلسمه د ملېر ايس، ايس، پي راو انور په مشرۍ پوليسو د وزيرستان يو ځوان نقيب الله مسود طالبانو سره د تړاو په تور وواژه. خو وروسته د سند چارواکو وويل چې مسود بې ګنا وو او دغه جعلي پوليس مقابله وه. انور دا مهال پټ دی او پوليس يې د نيولو کوښښ کوي.

له حکومته د دې مظاهره چېانو يوه بله غوښتنه د غېب کړل شوو پښتنو ځوانانو موندل دي. دې احتجاج ته د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وويل که يو څوک په جرم تورن وي هغه بايد د غېبولو پر ځای عدالت ته وړاندې کړل شي.

که په پاکستان کې انصاف شته دی او که په انصاف کې ترهګرو ته د سزا ورکولو لپاره عدالتونه شته دی نو بېا خو دې پر ملزمانو مقدمې وچلول شي.
مولانا فضل الرحمن

هغه وويل: ((بل زه تاسي مظاهره چېانو ته وايم چې نه يوازې ستاسي ټولې مطالبې سل په سلو کې منم بلکې ډاډ درکوم چې د يو وکيل په شان به ستاسي کېس مخ ته بيايم.))

دا مظاهره له قبايلي سيمو څخه د ماينونو پاکولو لپاره پېل شوې وه. وروسته ورسره د ملک له بېلابېلو برخو پښتانه سړي او ښځې يو ځای شول او غوښتنې يې هم ډېرې شوې. د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاو پرون دهرنې ته وويل چې قبايلو د پاکستان لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي او نور يې بايد حقونه ونه خوړل شي. ((نور بس دی. موږ سره چې کوم سلوک کېږي او کوم ظلم راسره روان دی، دا د ظلم آخري حد دی.))

د دې مظاهرو په درېمه ورځ د پاکستان کورنيوو چارو وزير مملکت، طلال چودري او د سيفران وزیر مملکت غالب خان هم ورغلي وو. دوی ټينګار وکړ چې د مظاهره چېانو ټولې غوښتنې مني خو په احتجاج بوخت خلک وايي تر هغو به کور ته نه ځي تر څو چې په دې اړه عملي ګامونه نه وي اخيستل شوي.

نقيب مسود او راو انور
نقيب مسود او راو انور

د مظاهرې يو اداره کوونکي، نيازبين ملنګ نن مشال راډيو ته وويل: ((موږ خپلې بسترې د ځان سره راوړي دي. که غوښتنې مو ونه منل شي نو د پارليمنټ مخې ته ځو. تر هغې پورې به احتجاج کوو تر څو مو چې غوښتنې ونه منل شي.))

سپريم کورټ د سند حکومت ته د نقيب الله مسود پر وژنې تورن راو انور د نېولو لپاره ډيډلاين يا ټاکلې موده مقرر کړې وه چې ختمه شوې ده. خو پاکستاني رسنيوو د سند حکومت چارواکو له خولې ليکلي چې د دغه معطله شوي پوليس افسر د پټنځای د معلومولو او د هغه د نېولو لپاره يې کوښښونه ډېر کړي دي

د انصاف په لټون راوتي پښتانه ځوانان اسلام اباد ته ورسېدل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

XS
SM
MD
LG