د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب مسود په وژنه تورن راو انوار د نیولو وروستۍ نېټه ختمه شوه


د پاکستان سپريم کورټ له خوا سیند صوبې ته د ملیر پوليسو اېس اېس پي نيولو لپاره درې ورځنۍ وروستۍ نېټه په سېشنبه ختمه شوې خو نوموړی لا هم نه دی نیول شوی او نه یې د ځای ځایګي پته لګېږي.

پر راو انوار تور دی چې د هغه په مشرۍ پوليسو د وزيرستان يو ځوان نقيب الله مسود په جعلي پوليس مقابله کې وژلی دی. انوار ويلي وو چې مسود د تحريک طالبان سره همکاري درلوده خو د سیند حکومت چارواکي وايي دا الزام بې بنياده دی او راو انوار بايد څېړنو ته حاضر شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG