د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحيم الله يوسفزی: معلومېږي پښتانه نور له حالاتو تنګ راغلي


"د انصاف تر موندلو پوري به ناست يوو"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

"د انصاف تر موندلو پوري به ناست يوو"

په اسلام اباد کې د فاټا او پښتني سيمو د ځوانانو او مدني او سياسي فعالانو احتجاجي ناسته نن په پينځمه ورځ هم دوام لري.

دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې په کراچۍ کې د وزيرستان د يوه ځوان نقيب الله مسود د وژنې په تور ککړ د راو انوار په نوم د پوليسو يو افسر ونيسي او د جنوبي ويرستان له ماينونو څخه د پاکولو ترڅنګ د ورک کړل شويو پښتنو دوسيې هم عدالت ته وړاندې کړي.

دې ناستې ته د یکشنبې ماښام د پاکستان د يوه شخصي ټېليويژن د سياسي پروګرامونو يو نوميالي کوربه حامد مير او د پېښور پر ارمي پبلک سکول د طالبانو د ۲۰۱۴ م کال په بريد کې د يوه وژل شوي ماشوم پلار فضل خان ايډوکيټ هم ويناوې وکړې.

خبريال حامد مير په خپلو خبرو کې د پاکستان حکومت ملامت کړ چې د راو انوار په نيولو کې يې ناغېړي کړې ده.

((د دې حکومت وزيران دې د درواغو اوښکې نه بهوي. موږ ته دې ووايي چې راو انوار چيرته دی، موږ به يې ونيسو او دوی ته به يې په لاس ورکړو. د حکومت دا چوپتيا موږ ته نوره د منلو وړ نه ده، حکومت بايد له خپلو خلکو سره دوه مخې لوبه و نه کړي.))

په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناستې ته د پېښور پر ارمي پبلک سکول د طالبانو د ۲۰۱۴ م کال په بريد کې د يوه وژل شوي ماشوم پلار، فضل خان ايډوکيټ هم وينا وکړه.

نوموړي وويل، يو کال وشو چې د دغه خونړي بريد زمه واري اخېستونکی، د پاکستانيو طالبانو د هغه وخت وياند، احسان الله احسان نيول شوی، خو لا هم سزا شوی نه دی.

((موږ ته وويل شول چې دا بريد پاکستانيو طالبانو کړی دی. نو د احسان الله احسان تر نيول کېدو يوه کال وروسته هم ولې هغه په اسلام اباد کې د يوه شاهي مېلمه په توګه ساتل کېږي؟))

د اسلام اباد ناستې ته د حامد مير او فضل خان ايډوکيټ ويناوې پر ټولنيزه ميډيا هم خپرې شوې.

په پېښور کې خبريال او شنونکی رحيم الله يوسفزی وايي، داسې معلومېږي چې پښتانه نور له حالاتو په تنګ راغلي، او ځکه نو د هغو خبرو کولو توان يې موندلی چې مخکې يې نه شوای کولې.

((خلکو ته د يوې موقعې انتظار وو. د هغوی زړه ډک وو او غوښتل يې خپلې خبرې وکړي. په کراچۍ کې د نقيب مسود وژنې زيات خلک په غوسه کړي او هغوی اوس د خپلې غوسې اظهار کوي. دوی هغه خبرې هم کوي چې مخکې به چا نه شوای کولې. د پاکستان رياستي ادارو هم د خلکو غوسه او د هغوی ستونزې درک کړي. زما په فکر دا يوه ښه رويه ده چې خلک د خپلو جذباتو اظهار ته پرېښودل شي، چې لږ تر لږه هغوی مطمين شي. او که داسې نه وه نو د هغوی غوسه به نوره هم سېوا کيږي.))

اړوند راپورونه

۱- اسلام اباد: د فاټا او پښتونخوا ځوانانو د انصاف لټون احتجاج دوام لري

۲- مظاهرچيان ولې له محمود خان او اسفندياره ګیله من دي؟

رحيم الله زياتوي، پښتانه سياستوال هم مجبور دي چې په اسلام اباد کې د احتجاجیانو پښتنو خوا ته ورشي او له هغوی سره د ملاتړ ښوولو په ترڅ کې په راتلونکيو انتخاباتو کې د هغوی د رايو تر لاسه کولو هڅې هم وکړي.

((د سياسي ګوندونو مشران هلته ورځي، چې له هغوی سره د همدردۍ اظهار وکړي او په راتلونکيو انتخالاتو کې د هغوی حمايت هم ترلاسه کړي. د اسلام اباد د احتجاجي ناستې ګډونوال په جنوبي وزيرستان کې د ماينونو د پاکولو خبره کوي. حکومت يا پوځ پر دغه موضوع مخکې خبرې نه کولې، خو اوس وايي چې د دې مسالې د حل کوښښ کوي.))

په اسلام اباد کې د پښتنو د حقونو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د احتجاجي ناستې تنظيموونکی، د وزيرستان يو ځوان منظور پښتون په خپلې پرونۍ وينا کې هوډ ښکار کړ چې تر هغې چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي، خپل سوله ييز احتجاج ته به دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG