د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د فاټا او پښتونخوا ځوانانو د انصاف لټون احتجاج دوام لري


په اسلام اباد کې د قبایلو احتجاج

پراګ ـ په اسلام اباد کې د فاټا په ګډون د پښتنو سیمو د ځوانانو او مشرانو احتجاج د دوشنبې پر ورځ هم روان دی. دا احتجاج څلور ورځې وړاندې پیل شوی و.

احتجاجیانو د نقیب مسود د قاتلانو د نیولو، قبايلي سيمې له ماينونو د پاکولو او د لادرکه کړل شویو پښتنو د موندولو غوښتنې کوي. دې احتجاجي ناستې ته د یکشنبې پر ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وویل، له احتجاجیانو سره ولاړ دی.

عمران خان په دغه موقع له احتجاجي ځوانانو سره درې ژمنې وکړې.

''اول خو ستاسو د مستقبل لپاره د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې ورګډول ډیر مهم دي، زه به پوره هڅه کوم چې دا کار زر تر زره وشي. دوهم زه به د پوځ مشر ته ستاسو غږ رسوم چې د بې ګناه لا درکو کسانو د خلاصولو لپاره کار وکړي. او درېمه ستاسو په سیمو کې د ماینونو پاکولو غوښتنه ډیره جایز ده، پکار ده چې دا مسئله هم حل شي او زه درسره ملګری یم.''

"د انصاف تر موندلو پوري به ناست يوو"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

په اسلام اباد کې دغې احتجاجې ناستې ته د یکشنبې پر ورځ د جماعت اسلامي امیر سراج الحق هم ورغلی او له هغوی سره یې د خپل ګوند ملاتړ اعلان کړی و.

بلخوا د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې (ای ایس پي ار) مشر مېجر جنرل اصف غفور په پنډۍ کې د فاټا له خبریالانو سره ملاقات کړی دی. ای ایس پي ار پر خپله ویبپاڼه لیکلي، په دغه ملاقات کې خبریالانو ته د سیمې د امنیت په اړه تفصیل ورکړل شو. د خبریالانو د دغه وفد مشري د مشال ریډیو خبریال سیلاب مسود کوله.

هلته د احتجاجیانو یو مشر شاه افغان وزیر بېګا مشال ریډیو ته وویل چې د ځوانانو حوصلې لوړې دي او د خپلو غوښتنو تر منلو پورې به ناستې ته دوام ورکړي.

''چې په اوله ورځ کوم خلک راغلي، هغه ټول موجود دي او ورپسې نور نور را روان دي. د خالي په ورځ له کوټې او ژوبه قافلې را رسېدلې دي، د اتوار په ورځ له دیر، سوات او د پښتونخوا د ځینو نورو برخو نه د ځوانانو قافلې را ورسېدلې او د ګل په ورځ د پیښور پوهنتون د ځوانانو قافله راځي. په احتجاجي ناسته کې د ټولو ځوانانو حوصلې او جذبې د لیدو دي.''

په احتجاج ناست دا ځوانان له حکومته غوښتنه کوي چې د نقیب الله مسود په وژنه تورن پولیس چارواکی راو انوار دې ونیول شي او عدالت ته دې وړاندې کړل شي. د دې ترڅنګ په قبایلي سیمو او په خاصه توګه جنوبي وزیرستان کې دې ماینونه پاک کړل شي، دا راز د لا درکو او وژل شویو پښتنو معلومات دې وشي او کورنیو ته دې یې انصاف ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG