د لاسرسي ځای

تازه خبر

پراګ ـ په ایران کې درې عیسویان د اسلامي انقلاب عدالت ته وړاندې کیږي. دا دری ایراني عیسویان چې په ۲۰۱۷ز کال کې په کلیسا کې د غیرقانوني فعالیتونو او د عیسویت په تبلیغ تورن دي، د لګول شویو تورونو خلاف اپیل کوي.

ویکټور بت تمرېز، امین افشار نادري، او هادي اصغري ته د لسو کلونو د قېد سزا ورکړل شوې ده. ججانو بیا نادري ته د مذهب سپکاوي په تور د نورو پینځو کلونو د بند سزا هم ورکړې ده.د اسلامي انقلاب عدالتد مقدمو ختمولو، د سزا تاییدولو او مقدمه سپریم کورټ ته د لیږدولو واک لري.

د فبرورۍ پر دویمه د ملګرو ملتونو څلورو څیړونکو په یوه ګډه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې د دې دریو مسیحیانو حتمي اورېدنه دې په مناسبه او شفافه توګه کول باوري شي. د ملګرو ملتونو خاص پلټونکي ویلي، پر دې درو عیسویانو تورونه او سزاګانې نړیوال قانون ته د ایران له ژمنتیا یا ذمه واریو سره په مکمل ټکر کې دي. یاد دفتر ویلي، دوی د قید پرمهال د درو کسانو د روغتیايي سهولتونو په اړه اندېښنې لري او په ځانګړې توګه د هادي اصغري په اړه زیات فکر مند دي ځکه چې هغه اوس هم بندي دی.

د ملګرو ملتونو څیړونکو له ایرانه غوښتنه کړې چې د مذهبي اقلیتونو په ګډون دې د ټولو مقدمو شفافه او مناسبې اوریدنې باوري کړي.

د څیړونکو په ګډه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دوی د هغو نورو پېښو په اړه هم مالومات لري چې پکې ملي امنیت ته ګواښ پېښولو او ان دا چې په کور کې د کلیسا جوړولو او هلته د ورتګ د تورونو وروسته عیسویانو ته سختې سزاګانې ورکړل شوې دي.

د ملګرو ملتونو څیړونکو دا هم ویلي چې په ایران کې عیسویان او په ځانګړې توګه هغه کسان چې مذهب یې بدل کړي، له سخت امتیازي سلوک او سزاګانو سره مخامخ دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG