د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل فرانسوي سیال ايمنيول مکرون ته ويلي چې په شام کې دننه د پوځي عملیاتومقصد د "ترهګرو عناصرو" له منځه وړل دي او د هغه هېواد د خاورې د تل لپاره د نيولو هيڅ اراده نه لري.
اناتوليه خبري اژانس د فبرورۍ په درېیمه راپور ورکړی چې اردوغان د فرانسې ولسمشر سره په ټيلي فونې خبرو کې وویل چې "د بل هېواد د خاورې نيولو نيت يې نيشته."
تركيي د جنوري په ۲۰ مه نېټه د شام په افرين سيمه كې د شامي کردانو مليشې پرضد پوځي عمليات پيل کړي وو.
انقرې ویلي چې د دوی ځواکونو ته د ازاد شامي سرتيرو ملاتړ حاصل دی، څوک چې د ولسمشر بشارالاسد حکومت پرضد دي.