د لاسرسي ځای

تازه خبر

اچین: د بې پیلوټه الوتکې برید کې ۹ وسله وال وژل شوي


د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د اچين ولسوالۍ په مامند او وچې ژورې سيمو کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د بریدونو له امله نهه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننکرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دغو بريدونو کې د يادې ډلې يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي.

داعش وسله والو په دې اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG