د لاسرسي ځای

تازه خبر

''ږيرې پرېږدئ یا بنو پرېږدئ'' د نرښځیانو ادعا د پولیس انکار


د بنو نرښځیانو وړاندې هم د پولیس خلاف راوتلي ول
د بنو نرښځیانو وړاندې هم د پولیس خلاف راوتلي ول

د خیبر پښتونخوا په بنو کې نرښځیان پر پولیسو تور لګوي چې دوی دې په ودونو او د ټنګ ټکور په باڼدارونو کې ګډون نه کوي.

د نرښځيانو اتحاديې مشرې راني بي بي له مشال راډیو سره په خبرو کې دا ادعا هم وکړه چې پولیسو ورته حکم کړی چې ږيرې پريږدئ او که مو پرېنښودې و بیا بنو پرېږدئ. خو راني بي بي او د هغې نورو ملګرو نه د هغه پوليس مشر یا بل پولیسس سرتېري نوم وانخیست. د بنو پوليسو يو مشر ډي اېس پي هېډکوارټر عتيق حسېن د نرښځیانو تورونه رد کړل او زیاتوي چې نه ورته چا دړکه ورکړې او نه حکم ورکړل شوې چې ږیرې پرېږدي یا بنو پرېږدي.

له نرښځيانو سره مو ولیدل او له هغوی مو وپوښتل چې چا هم دا خبره کړې ده، نو دوی ته دې ثبوت ورکړي او یا دې ورته هغه کس په ګوته کړي. خو دوی ثبوت را نه کړ.
د بنو پوليسو ډي اېس پي عتيق حسېن

راني بي بي وايي پولیس د نرښځیانو هلې ځلې، موسیقي کول او ګډاګانې غير اسلامي ګڼي، خو دا وايي چې همدا یې روزګار دی. دې وویل پنځه وخته لمونځ کوي، او د مذهب پرضد یې هېڅ کار نه دی کړی.

په بنو کې د ټولنې يو بله غړې کومل بي بي بیا وايي چې څو ورځې مخکې په سبزي مندۍ سیمه کې د پوليسو په موجودګۍ کې د دوی د ملګرو دوه ډېرې وسوځل شوې او بیا بیا ورته ويل شوي چې دا خپله دنده پرېږدئ.

کومل بي بي څوک ورله مشوره ورکوي چې په تبليغ ولاړ شئ، څوک وايي چې تاسو غلط کار کوئ، او دا کار پرېږدئ خو دا وايي، ځواب یې دا وي چې د خپلې کورنۍ او ځان ساتلو لپاره موږ موسيقي او ګډا کوي، له دې علاوه بل کار هم نه ورځي.

د بنو پوليسو يو مشر ډي اېس پي هېډکوارټر عتيق حسېن له نرښځيانو سره یې ملاقات هم کړی دی او له هغوی یې پوښتنه کړې چې دوی ته چا هم دا خبره کړې ده، نو دوی ته دې ثبوت ورکړي او یا دې ورته هغه کس په ګوته کړي، خو تر دې دمه دوی ته هېڅ ثبوت نه دی ورکړی. پر هېچا هېڅ ډول پابندي نه ده لګول شوې.

په بنو کې یو خبریال احسان خټک وايي، چې د نرښځیانو د موسيقۍ پر پروګرامونو بندېز د پېښور هایکورټ چيف جسټس تر هغه وروسته ولګاوه چې یو څه موده مخکې په بنو کې د نرښځیانو موسیقۍ په يوه بانډار کې د ډزو په يوه پيښه کې د هغه وخت د پېښور هایکورټ د چيف جسټس يو وراره او يو پوليس افسر وژل شوی وو. خو وروسته پر دغه پابندۍ نرمي راغلې او اوس دا پروګرامونه په بېټکونو او حجرو کې کېږي.

په بنو کې ټول ۵۰ خواجه سرا ژوند کوي چې پکې د پنځلسو تعلق د بنو او خوا و شا سیمو سره دی او نور د پاکستان له بېلا بېلو سیمو دغلته ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG