د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان له لوري تورونه او له پاکستانۍ غاړې انکار


د افغانستان له لوري تورونه او له پاکستانۍ غاړې انکار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:29 0:00

افغان ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ په دوهمه خپل ولس ته په وینا کې ګاونډی هېواد پاکستان د طالبانو مرکز وباله او پر اسلام اباد يې ټينګار کړی چې په خپله خاوره کې شته وسله وال نابود کړي. خو د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فیصل بیا د جعې ورځ اونیزې خبري غونډې ته په خپأو څرګندونو کې له طالبانو يا حقاني شبکې سره د پاکستان د همکارۍ تورونه رد کړل او ویې ويل چې په هېواد کې یې د ترهګرو پناه ګاوې شتون نه لري. کابل په افغانستان کې د بریدونو تور پر طالبانو او حقاني شبکې پورې کوي چې په ادعا یې په پاکستان کې پناه ګاوې لري خو اسلام اباد له دغه تورونو انکار کوي. د رویټرز ویډيو ګل ایاز ترتیب کړې.

XS
SM
MD
LG