د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ۳۹ روسیو لوبغاړو نړیوال بندیز واخېستل شو


د لوبو نړيوال عدالت پر هغو ۳۹ روسيو لوبغاړیو د ټول ژوند لپاره د لوبو نه کولو بنديز ليرې کړی دی چې نشيي موادو کارولو په تړاو پر لګول شوی وو.

د لوبو د حکميت عدالت نن پرېکړه وکړه چې د روسيې په سوچي کې د ۲۰۱۴م کال په ژمنيو اولمپيک لوبو کې د هغو ۲۸ لوبغاړو په ضد کافي شواهد نه شته چې ګواکې دوی دې د نشيي موادو کارولو قانون مات کړی وي.

دغه ۲۸ روسي لوبغاړي اوس کولای شي چې د جنوبي کوريا په پيونګ چانګ ښار کې د فبروري پر نهمه نېټه پیلېدونکیو ژمنيو اولمپيک لوبو سياليو کې ځنډنۍ برخه واخلي. عدالت پاتې ۱۱ روسي لوبغاړي د نشيي موادو په کارولو مجرم وګرځول خو پر هغو يې د لوبې نه کولو لپاره لګول شوی د ټول ژوند بنديز ليرې کړ او يوازې يې د سږکال په ژمنيو المپيک لوبو کې د برخې اخېستو اجازه ور نه کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG