د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نور سوله په جنګ ګټو'


افغان چارواکي وايي، طالبانو د سولې فرصت له لاسه ورکړی دی. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني يوه وياند شاه حسېن مرتضوي په سېشنبه مشال راډيو ته وويل چې نور افغان حکومت سوله په جنګ راولي.

دا تر هغې وروسته ده د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دوشنبه وویل په افغانستان کې وروستیو خونړيو بریدونو ته په پام، واشنګټن له طالبانو سره د سولې خبرو امکان ردوي، افغان چارواکي وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ بيګا په واشنګټن کې د امنیت شورا په غونډه کې زېاته کړه له طالبانو سره مذاکرات ځکه ممکن نه دي چې هغوی د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه خلک وژني.

په کابل کې په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو په دوو بريدونو کې خوا او شا ۱۳۰ کسان ووژل شول او له ۲۳۵ ډېر کسان ټپیان شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG