د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناروې له افغان ځواکونو سره د همکارۍ ډاډ وښود


د ناروې دفاع وزیر د افغان ځواکونو د روزني، تجهیز او تمویل په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړ.

فرانک بک جنسن چې د دوشنبه په ماښام یې له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې ولیدل، وویل چې له افغانستان سره به د ناروې مرستې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دوام ولري.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ترهګرۍ پروړاندې پر ګډې مبارزې او نورو سیمه یزو مسایلو خبرې وکړې.

ناروې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا پنځوس سرتېري لري چې د ۲۰۱۷ کال د سېپټېمبر میاشتي د توافق له مخې به دغه سرتېري د سږني زېږیز کال تر پایه په افغانستان کې پاتېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG