د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته په ماتې ورکولو سره هند پایلوبې ته ورسېد


شبمان ګيل ۱۰۲ منډې جوړې کړي
شبمان ګيل ۱۰۲ منډې جوړې کړي

د ۱۹ کلونو کرکټ نړیوال جام په دوهمه نیمه پایلوبه (سیمي فاینل) کې هند و پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ورسېدلو.

نیمه پایلوبې چې د نیوزي لینډ په کرایسټ چرچ ښار کې وشوه، هند لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې ۲۷۲ منډې جوړې کړې.

پاکستان دا هدف پوره نه کړ او ټوله لوبډله یې په ۶۹ منډو وسوځېدله. په دې توګه لوبه هند د ۲۰۳ منډو په توپیر سره وګټله.

پایلوبه به د اسټرالیا او هند ترمنځ کېږي. په لومړۍ نیمه پایلوبه کې اسټرالیا افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG