د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې موټربم ۹۵ کسان وژلي او ۱۵۸ یې ټپي کړي دي


کابل: موټر بم چاودنې ۹۵ تنه وژلي او ۱۵۸ټپیان کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:13 0:00

په کابل کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نژدې شوې چاودنې په لسګونه کسان په نښه کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د کابل په ننني موټر بم بريد کې د وژل کسانو شمېر ۹۵ ته رسېذلی دی. د دې وزارن وياند وحيد مجروح رسنيو ته زياته کړې چې په دې بريد کې ۱۵۸ کسان ژوبل شوي هم دي.

له دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپرونو مسوول محمد اسماعیل کاووسي ويلي و چې په وژل شوو او ټپي شوو کې زیاتره ولسي وګړي دي.

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي رسنيو ته ويلي و چې په بريد کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۵۱ ژوبل شوي وو. نوموړي زياته کړې وه چې د پېښې په تړاو يې څلور مشکوک کسان نيولي دي.

د چاودنې د څرنګوالي په اړه د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر سالم الماس وايي چې چاودنه د موټر بم په وسیله شوې او چاودېدونکي توکي په يو اېمبولنس کې ځای پر ځای شوي وو.

دغه چاودنه نن [شنبه] شاوخوا ۱۲ بجې غرمه په صدارت څلورلارې کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نږدې وشوه.

د افغانستان د ولسمشر له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني یاد برید په کلکه غندلی دی.

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم دا برید غندلی او د وژل شوو او ټپي شوو له کورنیو سره یې غمرازي ښودلې ده.

د امریکا له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې جان باس ویلي چې دی او امریکايي حکومت د افغانستان له ولس سره ولاړ دي.

په دې وروستيو کې په کابل او د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم خونړي بريدونه شوي دي چې لوی برید یې د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د کابل پر انټرکانټیننټل هغه وی چې لږ تر لږه ۲۵ کسان پکې وژل شوي وو.

د هغه او ننني دواړو بریدونو زمه واري وسله والو طالبانو منلې ده.

په دې اړه د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي د کابل پوهنتون له ښوونکي او د سياسي چارو له شنونکي ودير ساپي سره مرکه کړې ده.

له نوموړي څخه یې د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې د دې بريدونو په کولو سره وسله وال طالبان څه ثابتول غواړي؟

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG