د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: د بې ګناه افغانانو د وینې غچ به واخلو


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له وسله والو مخالفانو به د بې ګناه افغانانو د وينې غچ واخلي.

نوموړي په دوشنبه په کابل کې د انډونیزیا له ولسمشر جوکو وېدودو سره په یوه خبري ناسته کې د وینا پر مهال وویل، افغان حکومت به د دغو بریدونو په ځواب کې د واضحو او جدي اقداماتو په اړه معلومات ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

ولسمشر غني وروستیو بریدونو ته په اشاره وویل، چې دا ځل طالبانو حتا د خپلې بدنامۍ د مخنیوي لپاره هم د دې وحشت له مسولیته انکار و نه کړ ځکه دوی د خپلو بادارانو له امر څخه سرغړونه نه شي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خونړیو حملو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د ډېرو مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG