د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار ولي خان: د هر ناجمهوري عمل پر ضد ولاړ یو


اسفندیار ولي خان
اسفندیار ولي خان

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، که په پاکستان کې هر ناجمهوري عمل کېږي، دوی به یې پر ضد درېږي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په پېښور کې د باچا خان او ولي خان د تلین جلسې ته په وینا کې وویل، د جمهوریت درس یې له باچا خانه زده کړی نو ځکه پر ټولو ادارو غږ کوي چې په خپلو قانوني دایرو کې دې کار وکړي.

اسفندیار خان پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې له افغانستان سره خپلې اړیکي سمې کړي. ده زیاته کړه چې د افغانستان له سولې او ثبات پرته په پاکستان کې امنیت نشي ښه کېدای.

جلسې ته صوبايي مشر امیر حیدر خان هوتي وویل، د قبایلو په پښتونخوا ورګډول یې د ګوند لومړیتوب دی. ده وویل، د پاکستان د ۱۸م اییني ترمیم بشپړ عملي کولو باندې ټینګار کوي. د پېښور جلسې ته د ګوند د مخکښانو او غړو په ګډون ګڼ کسان ورغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG