د لاسرسي ځای

تازه خبر

سن رايز لوبډلې راشد خان او محمد نبي واخیستل


راشد خان په تېر آيي، پي، ايل کې هم د سن رايزر حېدر اباد سره وو.
راشد خان په تېر آيي، پي، ايل کې هم د سن رايزر حېدر اباد سره وو.

د هند په پريمير لېګ يا IPL کې سن رايزر حېدراباد کرکټ لوبډلې افغان لوبغاړي، راشد خان او محمد نبي يو ځل بيا واخیستل. راشد خان په نهه کروړو هندي روپيو چې خوا او شا يو اعشاريه څلور ميليونه ډالر کېږي او محمد نبي په يو کروړ هندي روپيوو د سن رايز حېدراباد سره يو ځل بېا يو ځای شول.

راشد خان، د افغان کرکټ مسېحا

محمد نبي
محمد نبي

د افغانستان کرکټ لوبډلې دا سپينر بالران تېر کال هم په همدې لوبډله کې وو. راشد خان تېر کال په څلور کروړه او محمد نبي په دېرش لکه هندي روپيوو اخيستل شوي وو.

دا هم ولولۍ: راشد خان بېا تاريخ جوړ کړ

د اي، پي، ايل لوبې د اپرېل په مېاشت کې په هند کې پېلېږي. دا ځل لس افغان لوبغاړي آيي، پي، ايل ته وړاندې شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG