د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان بيا تاريخ جوړ کړ


افغان کرکټ لوبغاړي راشد خان د ويسټ انډيز په کيربيين غوره لیګ سیالیو کې په لومړي ځل هیټرک وکړ. هغه په دريوو بالونو د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړي اوټ کړل. دا هم په دې لوبو او هم د راشد خان لومړی هيټ ټريک دی.

راشد خان د ګيانا امېزان واريرز لوبډلې لپاره لوبیږي. پرون د چهار شنبې په ماښام یې جميکا تالاواز لوبډلې سره سيالي وه. د کمار سنګکارا په مشرۍ کې لوبېدونکې دې لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۶۸ مڼدې جوړې کړې. سنګکارا تر ټولې ډېرې ۵۷ منډې وکړي.

راشد خان په څلورو اوورونو کې درې ويکټې واخيستې خو ۳۲ منډې يې ورکړي. د راشد خان لوبډلې دا هدف په اتلسم اوور کې پوره کړ. تر ټولو ډېرې منډې لوک رونچي (۷۰) وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د راشد خان تر څنګ یو بل افغان لوبغاړی، محمد نبي هم په دې سياليوو کې برخه اخلي. هغه د کريس ګيل په مشرۍ لوبډله کې دی چې لا وار دمخه پای لوبې يا فاينل ته وتلي دي. ګايانا اميزان واريرز که خپله راتلونکې لوبه وګټي نو فاینل ته ځي.

راشد خان او نبي دواړه د هند په پريمير لېګ کرکټ سياليو کې هم وو او ډېر وځلېدل. محمد نبي هم سپين يا ورو بالينګ او بيټينګ کوي چې د کرکټ په اصطلاح کې ورته آل راونډر ويل کيږي.

اتلس کلن راشد خان تر دې مخکې هم ډېر ستایل شوی. د نړۍ مشهورو لوبغاړو او د کرکټ مبصرينو د هغه سپين بالينګ (قراره توپ اچونه) او د افغانستان کرکټ ډير ستايلي دي. د کرکټ مشهور ويب سايټ (ESPN Cricinfo) يوه مقاله کې ليکلي: ((راشد خان د افغانستان د ورو بالينګ مسېحا او ګوګلي بال يې له جنته راغلې من [و سلوا] ده.))

XS
SM
MD
LG