د لاسرسي ځای

تازه خبر

تامس کېنټ: اسلام اباد کې د مشال راډيو د دفتر پر بندېدو اندېښمن يو


پراګ (۱۹مه جنوري ۲۰۱۷): د پاکستان د حکومت لخوا په دې هېواد کې د مشال راډيو د دفتر بندولو په غبرګون کې د ازادي اروپا راډيو د عمومي مشر تامس کېنټ پېغام:

"موږ په اسلام اباد کې د مشال راډيو د دفتر پر بندېدو ډېر زيات اندېښمن يو او د پاکستاني چارواکو د ارادو په اړه په بېړنۍ توګه د زياتو معلوماتو په لټه کې يو. مشال راډيو د ازادي اروپا ازادۍ راډيو يوه څانګه ده چې خصوصي خبري اداره ده او د امريکا کانګرېس يې ملاتړ کوي. دا اداره د هيڅ هېواد له استخباراتي شبکو سره تړاو نه لري.

مشال راډيو په پاکستان کې زموږ د اورېدونکو لپاره د باوري او بې پلوه معلوماتو مهمه سرچينه ده. موږ هيله لرو چې دا ستونزه به بې له ځنډه هواره شي."

XS
SM
MD
LG