د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مشال راډيو دفتر تړل د پښتنو غږ غلی کول دی'


مدني فعاله ثنا اعجاز

پراګ: په پېښور کې مدني فعالانو او پښتونخوا ولسي تحریک په پنجاب پوهنتون کې د پولیسو لخوا د پښتنو او بلوڅ زده کوونکیو د نیولو په ضد احتجاجي مظاهره کې د مشال راډیو د دفتر تړلو غندنه وکړه.

احتجاجې مظاهري ته د وینا پرمهال د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سېد عالم مسود وویل په پنجاب کې د اسلامي جمعیت طلبا او بلوڅ کونسل د زدهکوونکیو ترمینځ تر نښتو او لانجو وروستو د پښتنو او بلوڅانو زده کوونکیو نیول د غندني وړ ده. ډاکټر سید عالم مسود زیاته کړه په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر تړل د بیان د ازادۍ پرضد یو ګام دی او پکار ده د مشال راډیو د اسلام اباد کارکوونکیو ته دې بیرته د کار کولو اجازه ورکړل شي او حکومت دې د پښتنو د اواز د دباو ساتلو له تګلاري ډډه وکړي.

په دې احتجاجي مظاهره کې د وزیرستان ځوانانو ټولني ترڅنګ د قبایلي وکیلانو استازیو او د نورو مدني ټولنو غړیو هم ګډون وکړو. دوی په لاسونو کې لیکنې پورته کړې وې او پر هغه کښل شوي ول چې د مشال راډیو بندول د پښتنو د غلي کولو په معنا ده او دا د پښتنو د اواز بندولو یو سازش دی.

تامس کېنټ: اسلام اباد کې د مشال راډيو د دفتر پر بندېدو اندېښمن يو

له مشال راډيو سره په خبرو کې مدني فعالې ثناء اعجاز وویل چې مشال راډيو او ډیوه راډيو د پښتنو یوازنۍ ږغ دی، ځکه چې پاکستانیو رسنیو ته د پښتنو مسلې ګرسره مسلې نه ښکاري، د هغوی لپاره د پنجاب د لاهور او کراچۍ مسلې ښکاري. د پښتنو خو دغه دوې راډيوګانې مشال او ډیوه ده او یو ورسره سوشل مېډیا ده. او که پر دې راډيوګانې پابندي لګېږي، دا د پښتنو اواز درول دي، د پښتنو پر ږغ بندیز لګول دی. او نن موږ په پېښور کې د دغه اقدام پرضد راوتلي ول. پاکستان یو وفاقي ریاست دی نه پنجابی ریاست.

یاده دي وي چې په پنجاب پوهنتون کی پولیسو د جنورۍ په ۲۳مه نېټه تر یو سلو پورې پښتانه او بلوڅ زده کوونکي نیولي ول چې پر ضد یې نن د زیارت په ورځ په پېښور کې لاریون ترسره شو او له حکومته پکې غوښتنه وشوه چې د پښتنو او بلوڅانو له ځورولو دې ډډه وکړل شي او نیول شوي زده کوونکې دی زر ترزره راخوشې کړل شي.

XS
SM
MD
LG