پاکستان د کرکټ په دویمه شل اوریزه لوبه کې نیوزي لېنډ ته په ۴۸ منډو ماته ورکړه.
پاکستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د څلور لوبغاړو په سر ۲۰۱ منډې وکړې.
په ځواب کې د نیوزي لېنډ ټوله لوبډله په ۱۹م اور کې پر ۱۵۳ منډو وسوځېده.
د دې لوبډلو ترمنځ به دریمه یانې وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي.
بل پلو افغانستان د کرکټ د نولس کلنو نړیوال کپ ته وتلی دی.
د افغانستان لوبډلې نن د پنجشنبې پر ورځ کوربه هیواد نیوزي لېنډ ته په ۲۰۲ منډې ماتې ورکړه.
افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او ۵۰ اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سر ۳۰۹ منډې وکړې.
په ځواب کې یې د نیوزي لېنډ ټوله لوبډله پر ۱۰۷ منډو وسوځوله.
افغانستان به د نړیوال کپ په نیمه پای لوبه کې له اسټرالیا سره لوبه کوي.