د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا: د کابل بريد کې امريکايي وګړي هم وژل شوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د جنورۍ په ۲۰مه د کابل په کانټیننټل هوټل د وسله والو طالبانو په برید کې څلور امریکایان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

په دې برید کې خوا اوشا ۳۰ تنه وژل شوي وو.

د یاد وزارت ویاندې هیتهر ناورټ د چارشنبې پر ورځ په یو بیان کې وویل دوی د وژل شويو کسانو له کورنیو سره د زړه له تله غمرازي کوي او د ژوبلو کسانو د ژر تر ژره رغیدلو هیله لري.

افغان چارواکو ویلي وو چې د یاد برید په وژل شویو ۱۴ بهرنیانو کې ۱۱ د کام ایر یا هوايي کمپنۍ کارکوونکي دي.

په دې پیښه کې د وژل شوی کسانو کره شمیرې لا هم مخې ته نه دي راغلي بېلا بېل افغان چارواکي له ۲۲ نه تر ۳۰ پورې کسانو د وژل کیدو خبره کوي. خو ځینې ځايي رسنۍ بیا تر ۴۰ پورې کسانو د وژل کیدو رپورټونه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG