د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا په بن غازي ښار کې دوو موټر بم بریدونو په لسګونه کسان وژلي او ژوبل کړي دي.

د ځايي روغتون چارواکي وايي، د سېشنبې په ورځ رامنځ ته شوو دې بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپي شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي ، لومړۍ چاودنه هغه مهال شوې چې خلک له جومات څخه روان وو او دویمه نیم ساعت وروسته په داسې حال کې شوې چې ژغورونکي او ځايي خلک د ژول شوو مرستې ته را غونډ شوي وو. په سم دستي توګه چا د دې بریدونو زمه واري نده منلې.

په لیبیا کې له هغه وخته حالات کړکېچن دي چې په ۲۰۱۱م کال کې اوږدمهاله امر معمر قذافي له واکه تر لرې کولو وروسته ووژل شو.

له ۲۰۱۴م کاله راهیسې په لیبیا کې دوه حکومتونه دي چې د یوه مرکز طرابلس او د بل مرکز یې د هېواد په ختیځه برخه کې دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG