د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاپي پروژې په وړاندې خنډونه څه دي؟


د تاپي پروژې نقشه
د تاپي پروژې نقشه

افغان چارواکي وايي دوی د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته تلونکی، د تاپي ګېس پايپ لاين پروژې امنيت ساتلو او تخنيکي برخو سم پر مخ بېولو لپاره تياری نېولی دی.

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفي د جنورۍ په څلورويشتمه مشال راډيو ته وويل چې د ۱۷۳۵ کيلومټره اوږده دې ګېس نلليکې ۷۳۵ کيلومټره يې په افغانستان کې تېرېږي.

هغه وويل په دې به هله کار پېلېږي چې ترکمنستان خپله برخه بشپړه کړي. ((موږ د امنيتي ادارو سره په شريکه پر يو پلان کار کړی دی. امادګي ورته لرو. کله چې دا پايپ لاين زموږ تر سرحده راورسي نو بيا به يې پر مخ بيولو لپاره موږ نور کارونه کوو. افغان حکومت په ۲۰۱۸ کال کې دې پروژې ته لومړيتوب ورکوي او پاتې کارونه به يې ختموي.))

د تاپي لس بيليونه ډالري پروژې کاميابۍ لپاره مو د هند، پاکستان او ترکمنستان سره ضروري تړونونه کړي. هيله لرو چې کومه ستونزه به پکې نه رامنځته کېږي.
مطفي

د ترکمنستان بهرنيوو چارو وزير رشيت ميرودوف تېره اونۍ په نوي دهلي کې د هند ولسمشر ته بلنه ورکړه چې د فرورۍ په دروېشتمه د تاپي ګېس پايپ لاين غځولو مراسمو کې برخه واخلي. دا پايپ لاين د ترکمنستان له ګيلکېنيش سيمې څخه ګېس د افغانستان هرات او کندهار له لارې د پاکستان چمن، ژوب، ډېره غازي خان او ملتان او ورپسې هند ته رسوي.

په پاکستان کې د تاپي پروژې پر مخ وړونکې کمپنۍ (شرکت) ISGS پر خپل ویب سايټ ليکلي چې په ۲۰۲۰ کال کې به له دې پايپ څخه ګېس ورکول کېدل پېل شي. خو څيړونکي وايي په سيمه او ځانګړې ډول افغانستان کې د طالبانو او داعش ترهګري او بې ثباته سياسي حالات د دې پروژې د بشپړولو مخه نيسي.

د سياسي اقتصاد پوه، اکرام هوتي مشال راډيو ته وويل: ((د هند او پاکستان اړيکې ښې نه دي. افغانستان او پاکستان پر يو بل د وسله والو د ملاتړ تورونه لګوي. په افغانستان او پاکستان کې صنعت يا انډسټري د نشت برابر ده. نو په داسې حالاتو کې فکر نه کوم چې دا پايپ لاين دې وغځول شي. په دې پروژه کې ښکېل ملکونه به د دې يوې پروژې لپاره له خپلو سياسي ګټو تېر نه شي.))

د پاکستان سرکاري خبري اژانس ايسوسيټيډ پريس آف پاکستان د جنورۍ په ۲۴ مه خپل يو راپور کې د هغو چارواکو له خولې چې نومونه يې نه دي اخيستي، ويلي د تاپي پروژې لګښتونو اندازه به دا کال حتمي او اړونده سامانونو اخيستو کار به پېل شي.

XS
SM
MD
LG