ترکمنستان وايي، د تاپي ګیس نللیکې له پروژې سره د برېښنا یو مزی هم غڅول غواړي چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته هم برېښنا ورسوي.
دا خبره د ترکمنستان حکومت د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته په استولي بیان کې کړې ده.
د ترکمن حکومت بیان وايي، د برېښنا انتقال زیاتول په لومړي سر کې په افغانستان کې د لویو تاسیساتو په جوړولو کې خلکو ته کاري موقعې پیدا کړي.
ترکمنستان له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې افغانستان ته په کمه بیه بجلي ورکوي.