د لاسرسي ځای

تازه خبر

له هند سره د تاپي (د ګیس تړون) په اړه خبرې


د پاکستان د تېلو وزیر ډاکتر عاصم حسین له خپل هندي سیال جیپال ریډي سره. د ۲۰۱۲ز کال د جنورۍ ۲۵مه
د پاکستان د تېلو وزیر ډاکتر عاصم حسین له خپل هندي سیال جیپال ریډي سره. د ۲۰۱۲ز کال د جنورۍ ۲۵مه
ریاض موسا خېل، مشال راډیو

اسلام اباد - د پاکستان د تېلو او قدرتي وسایلو وزیر ډاکتر عاصم حسین وايي، د دې هیواد د توانایۍ د ضروریاتو پوره کولو لپاره به ټولې لارې په کار راولي.

د هند تر سفر وروسته، په واهګې (د پاکستان و هند تر منځ پوله) کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ده وویل: ((باید د انرژۍ اړتیاوې پوره کولو لپاره زیات انحصار په ایل پي جي [د پیټرولو مایع ګاز] وشي. او حکومت ته په کار دي چې په دې ترځ کې د ولس لپاره اسانتیاوې پیدا کړي.))

عاصم حسین وویل، ((له ایران سره د ګاز په منصوبه کار روان دی ځکه چې لا د ملګرو ملتونو له طرفه پر ایران بندیزونه نه دي لګېدلي.))

د تورکمانستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګاز پایپ منصوبې ته TAPI ویل کېږي.

عاصم حسین د دې په اړه وویل: ((له هند سره په دې مورد کې ګټورې خبرې شوې دي.))

د ګاز د ضرورت او ارزښته په اړه د اقتصادي و مالي چارو کار پوه معراج الحق وايي، ((د ایران په نسبت له تورکمانستانه پاکستان ته ګاز ارزانه تمامېږي. او دا ځکه چې د ایران د ګیس پایپ لاین څه کم ۲۸۰۰ کیلومیټره اوږد والی لري، او د تورکمانستان هغه ۱۶۰۰ کیلومیټره اوږد دی. بله دا چې د ایران پرتله له تورکمانستانه به پاکستان ته درې چنده ګاز زیات ورکول کېږي.))

دی زیاتوي، د دې په برکت به افغانستان، پاکستان او هند هم یو بل ته نېږدې شي او دا به د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره تجارت کې هم مهم کردار تر سره کړي.
XS
SM
MD
LG