د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې فعالانو ادعا کړې چې د بشارالاسد رژيم د جنورۍ په دوه وېشتمه د دمشق سره نيزدي د ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمه کې زهرجن ګېس کارولی دی چې پر نيزدي شلو (۲۰) کسانو يې اغېز کړی دی. د شام حکومت د دې کيماوي حملې کول ردوي.

دې مبيينه کيمياوي حملې په اړه د امريکې بهرنيوو چارو وزير ويلي چې د دا قسمه بريدونو ذمه واري په پای کې پر روس راځي ځکه چې مسکو د بشارالاسد حکومت ملاتړ ته دوام ورکړی دی. ريکس ټېلرسن دا خبرې د جنورۍ په دروېشتمه په پېرس کې کړې دي. دلته امريکا او ۲۴ نورو هېوادونو د يوې داسې ادارې بنسټ کېښود چې د کيمياوي وسلو استعمالونکو ته به سزا ورکوي.

ټېلرسن زېاته کړه چې روس د شام کيمياوي وسلو له منځه وړلو لپاره د ضامن په توګه د امريکا سره په ۲۰۱۳ کال کې کړي تړون څخه سرغړونه کوي: ((په غوطه سيمه کې شوې کيمياوي حمله دا اندېښنې زياتوي چې ښايي د بشارالاسد رژيم پر خپلو خلکو کيمياوي وسلې کاروي. خو هر څوک چې دا بريدونه کوي، په شام کې د روس تر مداخلې وروسته یې مسوليت د مسکو پر اوږو دی. دا هيڅ د ردولو نه ده چې روس خپل شامي اتحادي ژغوري.))

ټېلرسن زياته کړې چې روس دې لږ تر لږه نور د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې هغو قراردادونو په اړه رايه نه ورکوي چې د کيمياوي وسلو له کاروونکو حساب غواړي.

په پېرس کې نوې جوړه شوې اداره د کيمياوي وسلو استعمال او سزا څخه بچ پر ضد نړيواله ملګرتيا نومېږي. د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ليکلي چې دا اداره به په نړۍ کې د کيمياوي بريدونو په اړه معلومات خپروي او ترسره کوونکو ته به یې سزا ورکوي.

د امريکې بهرنيوو چارو وزير ريکس ټېلرسن د کيمياوي وسلو کاروونکو ته خبرداری ورکړ. ((له پنځه ويشتو څخه زيات همفکره هېوادونه دلته راغونډ شوي دي. دوی ټول دا يقيني کوي چې که هر څوک کيمياوي وسلې وکاروي نو هغوی به حساب ورکوي. د کيمياوي بريدونو کوونکو ته خبرداری ورکول کېږي چې تاسي به د خپلو جرمونو سزا وينئ او ستاسي د حملو قربانيان به انصاف وويني.))

د فرانس بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې دا نوې اداره به د کيمياوي بريدونو مخنيوي لپاره واردمخه موجود ميکانيزم ځای نه نيسي او نه به هم په دې اړه خپلې جلا څېړنې کوي. خو روس يې پر جوړېدو نيوکې کړې دي. د بهرنيوو چارو مرستيال وزير يې سرګي ريابکوف د جنورۍ په دروېشتمه وويل چې دا نوې اداره به او، پي، سي، ډبليو يا د کيمياوي وسلو د مخنيوي نړېوالې ادارې ته ځانګړې واکونه تر پښو لاندې کړي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG