د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا: د کابل بريد کې امريکايي وګړي هم وژل شوي


ځينو خلکو د هوټل له خونو ځانونه وغورځول
ځينو خلکو د هوټل له خونو ځانونه وغورځول

د امريکې بهرنيوو چارو وزارت وايي په کابل کې د جنورۍ په شلمه د شپې ناوخته پر انټرکانټيننټل هوټل د طالبانو په بريد کې امريکايي وګړي هم وژل شوي دي.

د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې په خپل يو راپور کې د امريکې بهرنيوو چارو وزارت د يو چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی اخيستی، ويلي د وژل شوو کورنيوو سره غمرازي کوي او زخميانو ته ژر صحت غواړي.

دې وزارت د وژل شوو امريکانو شمېره نه ده واضحه کړې. د افغانستان د کورنيوو چارو وزير وېس برمک پرون ازادۍ راډېرو سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې په دې حمله کې ټول خوا او شا ۱۴ بهرنيان وژل شوي دي چې د ځينو مړو پېژندګلوي لا هم نه ده شوې.

وېس برمک
وېس برمک

نوموړي زېاته کړې چې په دې اړه هڅې روانې دي. ((اوسمهال څېړنې دوام لري. موږ د بهرنيانو مړي عدلي طب ته لېږلي دي. هلته به معلومېږي چې څوک د کوم ملک دی. تر پېژندګلوۍ وروسته به دا مړي د اړونده سفارتونو له لارې د هغوی هېواد ته لېږل کېږي.))

دا هم ولولئ - امريکا: پاکستان دې کابل بريد کې ککړ کسان ونيسي.

افغانستان او تاجکستان لپاره د اوکراين سفير، ويکټر نيکيت يوک ويلي چې وژل شوو بهرنيانو کې ۷ اوکراينيان وو. د قزاقستان بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې د دوی يو وګړی هم دې حمله کې وژل شوی دی. دوی ټولو د کام ايير په نوم ايرلاین سره کار کاوه. د افغانستان کورنيوو چارو وزارت يو وياند، نصرت رحيمي پرون خبريالانو ته وويل چې په بهرنيوو وژل شوو وګړو کې يو د يونان هم وو.

د برمک په خبره دې بريد کې اته افغانان هم وژل شوي چې د ټولو مړو شوو شمېر ۲۲ تنو ته رسوي خو ځينو رسنيوو ليکلي چې دوژل شوو شمېر له دېرشو اوښتی دی.

د دې بريد زمه واري افغان طالبانو منلې وه. په ځينو رپورټونو کې د حمله کوونکو شمېر پنځه او په ځينو کې شپږ ښودل شوی دی. د عيني شاهدانو ترمخه دغه وسله وال په هوټل کې کوټه په کوټه ګرځېدل او خلک يې وژل.

افغان چارواکو ويلي د دې هوټل امنيت لپاره ګمارل شوې امنيتي کمپنۍ يا شرکت ټول ساتونکي نيول شوي او د افغانستان استخباراتي ادارې يا اين، ډي، ايس ته د تحقيقاتو لپاره لېږل شوي دي.

په کابل کې پر انټرکانټینینټل هوټل بريد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG