د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کابل پر هوټل برید جنګي جرم دی"


د بشري حقونو نړیوال سازمان – هیومېن رایټس واچ – په کابل کې پر انټرکانټینېنټل هوټل برید جنګي جرم بللی دی.

د بشري حقونو نړیوال سازمان – هیومېن رایټس واچ – د لیکنې په پیل کې کاږي چې د تېرې اونۍ په پای کې په کابل کې پر انټرکانټینېنټل هوټل شوی برید د ولسي وګړیو په نښه کولو د لړۍ تازه پېښه ده.

سازمان ویلي، هر چا چې د دې برید امر کړی او یا یې په ترسره کولو کې برخه اخېستې ده هغوی د جګړې له قوانینو سرغړونه کړې او د دې جنګي جرم زمه وار دي.

د لیکنې په وینا، وسله والو طالبانو د دې برید زمه واري منلې ده کوم چې تر څو ساعته دوام درلود.

رپوټونه وايي چې دا وسله وال د پخلنځي له لارې هوټل ته ورغلي ول، پوړ په پوړ ګرځېدلي، د مېلمنو کوټې یې لټولې او هغوی یې په نښه کړي دي.

سازمان لیکي چې په دې پېښه کې ځینې کسان داسې وژل شوي او ژوبل شوي چې د تېښتې په لټه کې د هوټل له لوړو چتونو راټوپ کړي ول.

د بشري حقونو نړیوال سازمان – هیومېن رایټس واچ – دا اندېښنه هم ښودلې چې د مړیو شمېره ښايي لوړه شي، ځکه چې د هوټل ځینې کارکوونکي لا هم ورک دي.

په بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د پروسږ کال په اوږدو کې داسې بریدونه ډېر شوي دي چې عام ولس ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د ۲۰۱۷م کال په لومړي نیمايي کې زیاته ولسي مرګ ژوبله په ځانمرګیو او نورو پېچلیو بریدونو کې رامنځ ته شوې ده.

د رپوټ په لیکنه، دا مرګ ژوبله دومره زیاته وه چې تر دې وړاندې یې په هېڅ ورته موده کې ساری نه لیدل کېږي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان د لیکنې په پای کې لیکي چې د کابل پر انټرکانټینېنټل هوټل برید له کسته د ولسي وګړیو په نښه کولو زیاتېدونکې لړۍ یو یادونه ده او دا په څرګنده له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG