د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا: پاکستان دې د کابل برید کې ککړ کسان ونيسي


د سپينې ماڼۍ ويانده سارا سېنډرز
د سپينې ماڼۍ ويانده سارا سېنډرز

د خالي پر ورځ د کابل په کانټینېنټل هوټل تر بريد وروستهامريکا ويلي چې پاکستان دې په سمدستي توګه د طالبانو مشرانو خلاف ګامونه پورته کړي. بلخوا په سېشنبه د پاکستان سرکاري راډيو د دې هېواد د پو ځ مطبوعاتي څانګې د وياند له خولې ويلي چې حقاني شبکه د دوی په هېواد کې شتون نه لري.

د کابل کانټینېنټل هوټل بريد چې زمه واري يې طالبانو منلې، وروسته يې د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سېنډرز ويلي دي چې په کابل کې ورستي بريد له افغان ځواکونو سره د امريکا د ملاتړ هوډ پياوړی کړی. نوموړې زياته کړه چې، ''موږ پر پاکستان غږ کوو چې په سمدستي توګه د طالبانو مشران ونيسي يا يې وباسي او د عملياتو لپاره د پاکستانۍ ځمکې له کارولو يې ودروي.''

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په وينا د شنبې ورځې په ډله‌ییز بريد کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۳۰ تنه وژل شوي دي. د دې بريد مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه واخيست خو افغانستان وايي چې د بريد تر شا د حقاني شبکې لاس دی چې د پاکستان ملاتړ ورته تر لاسه دی.

بلخوا د پاکستان پو ځ ويلي چې حقاني شبکه د دوی په هيواد کې شتون نه لري. همداراز څرګندونې د پاکستان پوځ پخوانی لفټېننټ جنرل طلعت مسعود هم کوي او وايي کېدای شي چې د طالبانو کورنۍ دلته په پاکستان کې وي خو طالبان چې د افغانستان په يوه غټه برخه کنټرول لري هغوی د پاکستان ځمکې کارولو ته اړتيا نه لري: ''په خپله امريکايان وايي چې د افغانستان ۴۳ فيصده علاقه د طالبانو په کنټرول کې ده نو هغوی ته څه ضرورت دی چې د پاکستان ځمکه استعمال کړي. بلکې پاکستان دا وايي چې د افغانستان ځمکه د پاکستان خلاف کارول کېږي.''

خو په کابل کې د سياسي چارو پوه حکمت عظمي بيا وايي چې اصل مسله دا ده چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او بايد پاکستانه دغه له خپل هېواده وباسي. نوموړی وايي چې د پاکستان پرضد د پاکستانيو طالبانو لخوا د افغانستان ځمکه کارول د افغان حکومت پالسي نه ده.

حکمت عظمي وايي د پاکستان او افغانستان دواړو حکومتونو لره پکار دي چې د ترهګرۍ پرضد له يوبل سره صادقانه همکاري وکړي. همداراز څرګندونې د دفاعي چارو پوه طلعت مسعود هم کوي او وايي چې د امريکا لخوا د پاکستان پرضد د مخ په زياتيدونکي فشار نتيجې به ښې نه وي او د دواړو هېوادونو ترمنځ له خرابو اړيکو وسلوالو ته ګټه رسي.

د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې تر هغه وروسته ترینګلې شوې چې د ۲۰۱۷ز کال د اګست په مياشت کې د امريکا لخوا د افغانستان او جنوبي اشيا په اړه د امريکا نوې ستراتيژۍ اعلانولو پر وخت د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل چې دوی په افغانستان کې له هغو وسلوالو سره جنګېږي چې پاکستان يې ملاتړ کوي. نوموړي وويل چې د پاکستان دغه رويه نور د زغملو نه ده.

XS
SM
MD
LG