د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف: د زېنب قاتل مو نيولی دی


شهباز شريف
شهباز شريف

د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف وايي پر زېنب انصاري جنسي تېري کوونکي او د هغې په وژلو تورن کس نېولو لپاره د ۱۱۵۰ مشکوکو کسانو ډي، اين، ای ټيسټونه وشول.

نوموړي د جنورۍ په دروېشتمه ناوخته په لاهور کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د ډي، اين، ای ټيسټ ثابته کړه چې ۲۴ کلن عمران علي پوليسو ته مطلوب همغه سړی دی چې پر زېنب انصاري يې تېری کړی او وژلې وه.

شريف زېاته کړه چې که څه هم د دغه سړي نېولو څوارلس ورځې واخيستې خو دوی غوښتل دې کېس کې کومه غلطي ونه کړي. ((د جرم له ځايه چې پوليسو ته څه په لاس ورغلي وو، د دې سړي ډي، این، ای سل په سلو کې د هغو سره يو شان وه. بيا د دروغو معلومولو پوليګراف ټيسټ وشو. په هغه کې هم د عمران په نامه دې ځناور پر خپل جرم، ظلمونو او ځناورتوب اعتراف وکړ.))

پکار ده چې داسې يو نظام جوړ کړل شي چې ورسره د ماشومانو خوندي ساتلو لپاره ګمارل شوي چارواکي وروزل شي او هغوی دا زده کړي چې ماشومان څنګه له تیري وساتو.
ارشد محمود

د زېنب انصاري مړی د جنورۍ په نهمه د پنجاب په قصور کې موندل شوی وو. پوليسو د قاتل معلومولو لپاره له خلکو مرسته غوښتې وه او د دې لپاره يې څو ويډيوګانې خپرې کړې وي. په يوه وېډېو کې ښکاري چې د تورې ږيرې او نصواري کورتۍ والا يو سړي زېنب له لاسه نېولې ده. پاکستاني رسنيوو د پنجاب پوليسو له خولې ليکلي چې همدغه سړی عمران علي دی چې اوس یې ږيره خريېلې، برېت يې پرېښي او څېره بې بدله کړې وه.

په دې خبري غونډه کې د شهباز شريف سره د زېنب پلار حاجي امين انصاري هم ناست وو. هغه په مختصرو خبرو کې د پنجاب حکومت، امنيتي ادارو او خلکو مننه وکړه چې د لور قاتل پېدا کولو کې يې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړې دي.

پاکستاني رسنيوو ليکلي چې نیول شوی سړی، عمران علي د زېنب ګاونډی وو. هغه واده نه دی کړی او پنځه خوېندې يې دي. د نوموړي د نېولو لپاره، د جنورۍ له لسمې څخه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې شوې وي او سپريم کورټ د پنجاب حکومت ته د قاتل نېولو لپاره ۷۲ ساعته وخت ورکړی وو.

وزيراعلی شهباز شريف او د زېنب پلار حاجي امين انصاري
وزيراعلی شهباز شريف او د زېنب پلار حاجي امين انصاري

د ماشومانو حقونو لپاره کار کوونکی، ارشد محمود وايي که دا فشارونه نه وای کېدای شي دا قاتل نه وای نېول شوی. د هغه په خبره ځکه بايد د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونه پر يوې پېښې د غبرګون ښودلو پر ځای د ماشومانو خوندي کولو لپاره پاخه ګامونه واخلي. ((قوانين شته دی خو پر هغوی عمل نه کېږي. صوبايي حکومتونه او وفاق يو هم دا مسله جدي نه اخلي. د ماشومانو خوندي ساتل زموږ د حکومتونو په لومړيتوب کې نه راځي))

د پنجاب په قصور کې پر زېنب انصاري تر تيري مخکې هم داسې پېښې شوي دي. رسنيوو د پوليسو په حواله ليکلي چې په تېرو دوو کلونو کې ۱۲ ماشومان له جنسي تيري وروسته وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG