د پنجاب صوبې پولیس وایي چې د قصور ضلع یوې اووه کلنې ماشومې د وژنې پلټنو کې دا خبره تصدیق شوې چې جنسي تېری پر شوی دی.
دا ماشومه چې تېره ورځ د خځلو په ډېران پرته وه، څلور ورځې وړاندې تښتول شوې وه.
د پولیسو په وینا چې تر زیاتي پس د اووه کلنۍ ماشومې زېنب مرۍ تړل شوې وه.
پولیسو په وینا چې د ملزمانو په اړه پلټنۍ روانې دي.
له پرونه راهیسي په قصور ضلع کې د دغه پېښې پرضد ولسي احتجاجونه روان دي.
بلخوا د پنجاب صوبې اعلی وزیر د پلټنو حکم ورکړی دی او ویلي چې ملزمان دې زر تر زره ونیول شي.