د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې شپږ وسله وال وژل شوي دوه ګرفتار


د افغانستان په هلمند ولايت کې شپږ وسله وال وژل شوي او دوه ژوندي نيول شوي دي. نن د د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د نهرسراج ولسوالۍ (سپين مسجد) سيمه کې د افغان ځواکونو توپچي بريدونو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او يو تن يې ټپي دی.

بلخوا په نادعلي ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملياتو په درشل کې د افغان ځواکونو هوايي بريد درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

پر دې سربېره له وسله والو يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم نيول شوي دي. اخوا بيا په مارجې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د نښتې پر مهال دوه وسله وال طالبان نيولي دي. تر دې دمه د وسله والو طالبانو له لورې په دې اړه څه نه دي ويل شوي. هلمند د افغانستان يو له نارامه ولايتونو څخه ګڼل کېږي چې له اوږدې مودې راهيسې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې پکې روانې دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG