د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتيکا والي: د وزيرستانيو کډوالو ستونزې هواروو


Afghanistan, Paktika Governor Mohammad Elyas Wahdat 25March 2017
Afghanistan, Paktika Governor Mohammad Elyas Wahdat 25March 2017

د افغانستان پکتيکا ولايت والي الياس وحدت وايي دغلته د وزيرستان نيزدي پنځه زره کورنۍ مېشته دي. د هغه په خبره دې خلکو سره د يې د نړيوالو ادارو په مرسته د خوراکي موادو او نغدو پېسې مرستې کړې دي.

نوموړي د جنورۍ په دوه ويشتمه مشال راډېو ته وويل: ((موږ د خوراکي توکو مرستې کړې دي. له تېرو څلوېښتو ورځو راهيسې مو د لرګو او کمپلو مرسته کړې ده. نغدې پېسې مو هم ورکړې دي. هرې کورنۍ ته مو د سلو ډالرو معادل افغانۍ ورکړې دي. دې مرستو کې راسره د ملګرو ملتونو کډوالو اداره هم لاس کوي.))

کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد ضرب عضب عمليات پېل کړل، نو په لکونو خلک بې کوره شول. دوی کې ډېر يې د خېبر پښتونخوا بېلابېلو سيمو او څو زره يې نيزدي پکتيکا او خوست ته لاړل.

زه دا ټولې ستونزې منم او دا هم وايم چې دا مرستې بايد ډېرې شي. موږ د نړيوالو ادارو سره په دې اړه په تماس کې يو.
د پکتيکا والي، الياس وحدت

د جنورۍ په يوویشتمه د مشال راډيو په سلام پښتونخوا خپرونه کې د پکتيکا له برمل څخه د وزيرستان يو کډوال جان محمد د ټيليفون له لارې وويل چې د دوی ډېرې کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوي خو دوی لا هم پاتې دي.

نوموړي پر افغان حکومت نيوکې وکړي چې مرستې ورسره نه کوي. (( په خوست کې چې کوم کډوال دي، هغوی سره ډېرې مرستې شوي دي خو دلته په پکتيکا کې موږ سره شوې مرستې کافي نه دي. که افغان حکومت مرسته نه کوي نو ښکار دې يې ووايي.))

د پکتيکا والي الياس وحدت مني چې وزيرستاني کډوالو سره شوي مرستې کافي نه دي خو زياتوي چې خپل وس کوي. ((د نورې دنيا د بې ځايه شوو خلکو په پرتله دلته مرستې کمې دي. ځيني وخت مرستې په وخت هم نه رسېږي. يو وخت خو له کابله راتلونکې مرستې په غزني کې وسله والو ولوټلې.))

د پاکستان حکومت دريځ لري چې په وزيرستان ته يې اکثره بې کوره شوي کډوال ستانه کړي او پاتې به په مرحله وار شکل خپلو کلو ته ځي.

د جنورۍ په يووېشتمه له برمل څخه يوې بلې اورېدونکې د مشال راډيو په سلام پښتونخوا خپرونه کې د ټيليفوني سيټم له خرابۍ شکايت وکړ. دې وويل: ((دا اوس چې زه تاسي سره خبرې کوم، د کوټې له سره لګيا يم. دلته مو موبايل ته انتن لګولی دی.))

کله چې مو په دې اړه د پکتيکا والي الياس وحدت سره خبرې کول غوښتلې نو د هغه پر دريوو موبايل ټيليفونونو شمېرو مو کوښښ وکړ. له ډېرو هڅو وروسته يو نمبر کار وکړ. وحدت د دې ستونزې په يادولو سره ومنله چې په غرييزه پکتيکا کې د ټيليفون سيسټم سم کار نه کوي خو هغه اړونده کمپنيانو يا شرکتونو سره د دې مسلې پر حلولو بوخت دی.

XS
SM
MD
LG