د لاسرسي ځای

افغانستان میشتي وزیرستاني کډوال دې له خپلو مشرانو سره نومونه ولیکي


د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، د افغانستان په خوست، پکتیکا، پکتیا، لمن او برمل کې میشت د وزیرستان کډوال دې له خپلو مشرانو سره نومونه ولیکي چې د ستنولو لړۍ یې پیل کړل شي.

د غلام خان پولیټیکل انتظامیې یوه چارواکي غني خان مشال راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې د وزیرستانیو کډوالو مشرانو ته یو څو ورځې وړاندې مرستیال پولیټیکل ایجنټ تیمور خان اپرېدي په یوه غونډه کې وویل، چې کډوال دې له دوی سره نومونه ولیکي.

نوموړي وویل، مشرانو ته یې فارمونه سپارلي چې د ستنېدونکیو کډوالو نومونه او ولیکل شي او شمېره یې جوته شي. ځکه د شمېرو په جوتولو سره به یې راستنولو کې اساني شي.

له شمالي وزیرستانه په زرګونه کډوال تر هغه وروسته افغانستان ته کډه شول چې د وسله پروړاندې پاکستانیو ځواکونو د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړل.

د پولیټیکلۍ چارواکي وايي د خوست له ګلان کېمپه یې د وزیرستانیو کډوالو څلورنیم زره کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG