د لاسرسي ځای

د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ایجنټ تیمور خان اپرېدی وايي چې د افغانستان په خوست کې ولايت کې ميشت وزيرستانيو کډوالو ستنېدو لړۍ به ډېره ژر پيل شي.

نوموړي د چارشنبې پر ورځ له مشال راډيو سره په ځانګړي مرکه کې وويل چې له خوسته راستنېدونکیو کډوالو لپاره يې د غلام خان لار هم خلاصه کړې ده.

په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملياتو له وجې په زرګونو خلک افغانستان ته کډه شوي ول، چې ځينې یې لاهم هلته اوسي.

پاکستاني چارواکي بیا بیا دعوې کې چې په د افغانستان په خوست او نورو سیمو کې مېشت وزیرستاني کډوال به ژر خپلو سیمو ته ستانه شي خو لاهم د هغوی ستنولو هېڅ بندوبست نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG