د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوکراین: شري وبايي بڼه خپله کړې، ۸ مړه


د یوکراین روغتیايي چارواکي وايي په دغه هېواد کې د شري ناروغۍ اته تنه وژلي دي. د شري ناروغۍ په دې ورستیو کې په یوکرېن کې د وبا شکل اختیار کړی او د صحت نړیواله اداره (ډبلیو ایچ او) وايي دغه هېواد د یاد رنځ د مخنیوي لپاره د ویکسینو ورکولو په معامله کې د ټولو یورپي هېوادونو څخه شاته دی.

د یوکراین د صحت سرپرستې وزیرې اولیانه سوپرون د پارلیمان غړیو ته ویلي، دا یې د ټولنې لپاره د افسوس مقام دی چې وګړي یې په داسې ناروغۍ مړه کیږي چې مخنیوی یې ممکن دی.

د یوکراین د صحت وزارت د روانې میاشتې په ۱۶ مه نیټه وویل په روان کال کې تر دغه نیټې ۱۲۸۵ د شري ناروغان رجسټر شوي چې پکې له ۸۵۰ زات ماشومان دي.

په دغه هېواد کې تیر کال هم څه باندې ۴۷۰۰ کسان د شري په ناروغۍ اخته شوي وو چې پکې د دریو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي وو. د صحت نړیواله اداره وايي په یوکراین کې د شري د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ویکسینو ورکولو لا نورو کمپاینونو ته اړتیا ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG