د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن اروپا ته سفر کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به راروانه اوونۍ اروپا ته ځي چرته چې به د خپلو ملګرو هیوادونو سره د ایران پر چارو خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات یو چارواکي ویلي اروپا ته په دې سفر کې به د خبرو اترو ټول پام پر ایران وي.

رېکس ټیلرسن په داسې حال کې اروپا ته سفر کوي چې د ایران د ایټمي تړون په اړه د پردې شاته خبرې اترې روانې دي.

روانه میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې هغه پر ایران له وړاندې لګول شوي بندیزونه پسې غځوي.

خو نوموړي دا هم ویلي وو چې د خپلو اروپايي متحدینو او کانګرس سره د دغه لوظنامې په کمزوریو لیرې کولو کار کول غواړي.

ایران په ۲۰۱۵ م کال کې د نړیوالو قدرتونو سره یوه لوظنامه لاس لیک کړې وه چې په نتیجه کې يي ایران خپل ایټمي پروګرام محدود کړی وو او په بدل کې یې پر یاد هیواد نړیوال بندیزونه نرم کړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG