د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي ۱۰ نورو ترهګرو ته د مرګ سزا پخلی شوی دی


د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا

د پاکستان پوځي وايي ، جنرال قمر جاوید باجوه د پوځي عدالتونو له خوا نورو لسو ترهګرو ته د مرګ د سزا تصدیق کړی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای ایس پي ار -په یو بیان کې ویلي چې دا ټول کسان په پاکستان کې د ترهګرۍ په پیښو او پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې ککړ ګرځول شوي وو.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي چې په پاکستان کې ۸۰۰۰ قیدیانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده چې دا په نړۍ کې تر ټولو لویه شمیره ده.

رپوټ لیکلي چې پاکستان په ۲۰۱۶م کال کې ۸۵ کسانو ته د مرګ سزا ورکړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG