د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانیا حکومت په افغانستان کې د ولسي تړون په نوم د بیا رغونې له پروګرام سره د شاوخوا اته ملیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې تېر مازیګر [پنجشنبه] په یوه بیان کې وویل، دا پروژه به له ولایتي ادارو سره مرسته وکړي چې په ټول هېواد کې خلکو ته ټولنیز خدمات ورسوي.

په بیان کې راغلي، د دې پروژې لومړی پړاو د هېواد په شپږو ولایتونو کې تر سره کېږي چې ورسره به یو ملیون افغانانو ته د پوهنې، روغتیا، کرنې، برېښنا او اوبو خدمات ورسول شي. بیان زیاتوي، دا پروژه پرون په کابل کې د برتانیا سفارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د کلیو پراختیا وزارت او اغا خان بنسټ پرانیسته.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG