د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوالو ادارو له پاکستان مېشتو افغان کډوالو سره د مرستو ژمنې کړې


په پاکستان کې د افغان سفارت چارواکي وايي، یو شمېر هېوادونو له کډوالو سره د مرستو ژمنې کړې دي.

په اسلام اباد کې مرستیال افغان سفیر زردشت شمس بېګا [پنجشنبه] مشال راډیو ته وویل، تېره ورځ د جرمني سفارت په بلنه په غونډه کې د یوشمېر مرستندویه هېوادونو او نړیوالو ادارو استازو د افغان کډوالو پر ستونزو اندېښنه وښوده خو ژمنه یې وکړه چې له هغوی سره به هېواد ته د ستنېدو په ګډون په ټولو برخو کې مرستې وکړي.

دوی دا غونډه پر داسې وخت کړې چې اسلام اباد په پاکستان کې د رجسټر افغان کډوالو د اوسېدو موده د روانې میاشت تر پای پورې غځولې او وايي، د کډوالو د برخلیک په اړه له کابل او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې (یو اېن اېچ سي ار) سره خبرې کوي.

هلته، تېر ماسپښين، په پېښور کې د افغان کډوالو کمېټې له پاکستاني حکومته غوښتنه وکړه چې د هغوی د پاتې کېدو موده دې وغځوي. دوی خبري غونډې ته وویل، په هېواد کې یې حالات سم نه دي نو ځکه غواړي چې حکومت دې د سولې تر ټینګېدو پورې ورته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG