د خیبر انتظامي چارواکي وايي، د جنورۍ له ۳۱مې نېټې پس به پر تورخم دروازه پاکستان ته یوازې هغه افغان وګړي ورپرېږدي چې کمپیوټري افغان پاسپورټ ولري.
دا خبره پرون د انتظامي چارواکو لخوا په جاري شوې خبر پاڼه کې شوې ده.
په سیمه کې د مشال ریډيو خبریال وايي په تورخم کې د دې خبرې مشهورتیا لپاره په دیوالونواعلانونه هم لګول شوي دي.
د دې فیصلې په اړه لا افغان چارواکو څه نه دي ویلې.
د پولې د نظم پالیسۍ لاندې د ۲۰۱۶ز کال له جون راهیسې پاکستانیو چارواکیو په تورخم کې سختي شورو کړې چې پاکستانیو وګړو ته هم په تورخم د تګ راتګ شرایط سخت کړل شوي دي.