د لاسرسي ځای

تازه خبر

نویرت: ملګرو ملتونو ته فلسطين لپاره نيمايي امريکايي پېسې ایساروو


هېتر نویرت
هېتر نویرت

امریکا دهغو ۱۲۵ میلیونو ډالرو څخه چې ملګرو ملتونو ته یې د فلسطین لپاره ورکوي له نیمايي څخه زیاتې ایسارې کړې دي.

امریکايي چارواکو پرون وویل چې واشنګټن به د ملګرو ملتونو خیریه ادارې او نورو ایجنسیو ته ۶۰ میلیونه ډالره ورکوي خو ۶۵ میلیونه ډالره به د راتلونکې غور لپاره ایساروي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویانده هېتر نویرت وايي، دوی د ځینو اصلاحاتو غوښتونکي دي. نوموړې زیاته کړه د ملګرو ملتونو په طریقه کار او فنډ ترلاسه کولو کې د بدلونه باید راوستل شي.

امریکا د ملګرو ملتونو سازمان ته تر ټولو زیات، تقریبا دېرش په سلو کې کومک ورکوي. ولسمشر ټرمپ دوه اونۍ وړاندې په دوو ټویټر پیغامونو کې ویلي وو چې امریکا هرکال فلسطینیانو ته سلګونه میلیونه ډالره مرسته ورکوي او په بدل کې یې هېڅ ډول ستاینه او احترام نه کېږي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د جنورۍ په ۱۴ مه ویلي وو، دوی به د امریکې له غاړې د سولې هېڅ یو پلان ونه مني ځکه چې امریکې تېر کال بیت المقدس د اسراییلو د مرکز په توګه پېژندلی و.

XS
SM
MD
LG