د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: نيوزيلینډ له پاکستانه څلورمه سيالي هم وګټله


د نيوزيلينډ لوبغاړي د بابر اعظم پر اوټ کېدو خوشالي کوي
د نيوزيلينډ لوبغاړي د بابر اعظم پر اوټ کېدو خوشالي کوي

د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلې پاکستان ته په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه. دې سياليوو کې پنځه لوبې دي.

نن د نيوزيلينډ په هېملټن کرکټ لوبغالي کې پاکستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکل شوو ۵۰ اوورونو کې يې۲۶۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې کوربه هېواد نيوزي لېنډ په پنځه څلوېښتم اوور کې د پنځو لوبغاړو په اوټ کېدو هدف تر لاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG