د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه: ښايي په شام کې د کردانو په مشرۍ د امریکا پر وسله والو بريد وکړو


د شام ديموکراتيک ځواکونه
د شام ديموکراتيک ځواکونه

روس، شام او ترکیې پر امریکا نيوکه کړې چې د شام په شمال کې یې د کردانو په مشرۍ د ملېشو د ۳۰ زره کسیز سرحدي ځواک په جوړولو کې مرسته کړې ده .ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل امريکا اوس اعتراف کوي چې زموږ د هېواد په اوږدو کې یو ترهګر ځواک جوړوي.

اردوغان زیاته کړه، اوس زموږ مسولیت دی چې دا ترهګر ځواک له جوړېدو مخکې ویجاړ کړو. نوموړي وویل، د شام د شمال په افرین سیمه کې د کردانو په مشرۍ پر ځواکونو د حملې لپاره تیاری بشپړه شوی دی.

هغه زیاته کړه په دې سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر حضور سربېره ښايي دا عملیات هره شېبه پیل شي. بلخوا د شام حکومت د دې سرحدي ځواک جوړېدل دخپل ملي حاکمیت پرضد ښکاره برید او له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

د امریکا په مشرۍ ایتلاف ویلي چې هدف یې دا دی چې په راتلونکو څو کلونو کې شاوخوا ۳۰ زره کسیز سرحدي امنیتي ځواک جوړ کړي. په پام کې ده چې دغه ځواک د هغو سیمو په پولو کې ځای پرځای شي چې د شام د دیموکراتیکو ځواکونو تر ولکې لاندي دي. د امریکا په مشرۍ ایتلاف وایي شاوخوا ۲۳۰ تنه اوس مهال په لومړنیو روزنو بوخت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG