د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، دا حق لري چې ځايي شهریت ورکړل شي.
محمودخان اڅکزي په مشال مرکه کې د څرګندونو پرمهال وویل، په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول باید بند شي. دی وايي د پاکستان امنیتي ادارې دې هغه افغان کډوال چې د مهاجرت کارتونه لري، نه ځوروي.
نوموړی پښتون مشر وايي په پاکستان کې ځايي پښتانه هم ځورول کېږي او ورته ویل کېږي چې تاسو د افغانستان یئ. اڅکزی زیاتوي چې د پاکستان حکومت دې خپل دریځ بدل کړي، نه دې د پاکستان پښتانه په عذابوي او نه دې هم له افغانستانه راغلي کډوال ځوروي. خان وايي د پښتنو دا ډول ځورونه یو جرم دی.
له نوموړي سره په کراچۍ کې د مشال همکار محمد عمران ځانګړې مرکه دلته لاندې په فلش پلیر کې واورئ:
نښلول
شریک کړئ
محمودخان اڅکزي سره مرکه
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:17:46
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
محمد عمران
محمد عمران د پاکستان پر روانو چارو د مشال راډیو لپاره رپورټونه جوړوي.